IQNA

مهاتیر محمد له فلسطینه  په ملاتړکې داسلامی هیوادونو په کمزوري کړچار سخت خپه دی

11:55 - November 30, 2023
د خبر لمبر: 3488350
ایکنا-(کوالالامپور) د ملایشیا پخوانی لومړي وزیر دغزې له اوسیدونکو بې څوکه مظلومانو څخه په ملاتړ کې د اسلامی هیوادونو کمزوري دریځ ته په اشارې سره  له صهیونیسټي رژيم سره په مقابلې کې دغو هیوادونو اجماع ته په نه رسیدا سختې نیوکې وکړې.

ایکنانیوز دالعالم له قوله راپور راکړ، د ملایشیا پخوانی لومړی وزیر مهاتیر محمد د غزې د اوسیدونکو  د ساتنې لپاره  له پوځي ملاتړه د اسلامی هیوادونو بې وسئ ته په اشارې سره،د جنایتکار صهیونیسټي رژيم سره په مقابلې کې اجماع ته د نه رسیدا په دلیل د اسلامی ملګرتیا موسیسې په غړو هیوادونو په سختو نیوکو سره غوسه شوی دی.

ماهاتیر محمد  له العالم ټيلیوژني چینل سره په خبرو کې  ووئيل، اسلامی هیوادونه دغزې د مظلومو خلکو د امنیت د تامینولو لپاره  بې وسه دي ،مونږ اسلامی ملګرتیا موسیسه لرو،خو داسې نه ښکاري  دغه موسیسه له اسرائيلو او دهغوي  له ملاتړو سره د مقابلې لپاره کوم اقدام وکړي ،ځکه  ددغې موسیسې پخپلو کې سره  اجماع نه لري او دوه ګوڼه معیارونه لري.

 هغه ټينګار وکړ، مونږ له یوه بل سره د ملګرتیا لپاره  او له دښمن سره د مقابلې لپاره  داسلامی هیوادونو وحدت او قدرت ته اړتیا لرو ،د  اسلامی امت وحدت او یووالی  او اسلامی تعلیماتوته بیرته ستنیدا ډيره  ضروري او لازمه چاره ده.

دملایشیا پخوانی لومړي وزیر روښانه کړه ،مونږ وحدت ته اړتیا لرو ،خو په نزدې راتلونکي ې  نه وینم چې دوي ددغې چارې لپاره کوم کار وکړئ شي. باید د پنځوسو اسلامی هیوادونو توانمنۍ پیاوړي شي څو دوي دومره پیاوړي شي چې  د مسلمانانو ژوند او ناموس ساتنه وړئ شي.

 هغه په دوام کې ووئيل، مونږ وینو چې له پنځوسو زیات پراختیائي  هیوادونه اسلامی دي  او ځکه چې مونږد پراختیا په حال کې هیوادونه نه یوو ،نه له ځانه ددفاع توان لرو ،او نه  هم پوځي توان لرو.

مهاتیرمحمد په دوام کې ووئيل،  باؤری یم باید  د اسلامی تعلیماتو پيروي وکړو چې مونږ ته ئې حکم راکړی دی چې تیار او سنبال ووسود دښمن په مقابل کې څو  وتوانیږو،  داسلامی امت محافطت او دفاع وکړو،له بده مرغه  مسلمانان له  اسلامی امت څخه ددفاع لپاره  مجهز نه دي چې ډيره د افسوس خبره ده. په حقیقت کې اسلامی هیوادونه  د مسلمانانو محافظت نشي کولی، مسلمانان باید د قرآڼ او اسلامی تعلیماتو په اساس  داسلامی امت د دفاع او حفاظت لپاره تیار او مجهز شي ،خو له بده مرغه داسې نه ده.

https://iqna.ir/fa/news/4184799

captcha